ایران هغه درې کسان اعدام کړل چې تېر کال د مشهد په لاریونونو کې نیول شوي وو
ایراني رسنیو د اعدام شویو کسانو جرمونه «موساد ته جاسوسي او د لاریونونو رهبري کول» ښودلي دي
تسنیم خبري اژانس ویلي چې مهدي رسولي او محمد رضا میري د یوه انتظامي عسکر په وژلو کې لاس درلود او ابراهیم دولت ابادي لاریونونه رهبري کول

