د ننګرهار د مرکزي ښار د لومړی ناحيې په ذنګوي سیمه کې دغه چاپیردیوالۍ کې اوه ووېشت کلن سمین د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ سره د شنه اسمان لاندې اوسیږي
هغه درې کاله وړاندې له پاکستانه په جبر راویستل شوی او خپل هیواد ته راغلی چې يو زوي په یوه لاس معلول او بل يې په کوچني والي کې د تبې او جټکۍ له امله رواني ناروغ دی
دی وايي خپله يې هم عملیات کړی چې د لږ دروند کار سره ېې رواغتيايي حالت خرابیږي او له همدې امله کارهم نه شي کولای
دی وايي وروستيو ورښتونو کې يې دلته په خپله ودانه کړې مينه ړنګه شوې چې اوسمهال دګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
سمین د زامن ترڅنګ يوه کوچنۍ لور هم لري چې د میرمنې په خبره يې د مینې د ورانیدو وروسته يې د خپلو اولادونو سره د شنه اسمان د لاندې ژوند تیروي.
دغه کورنۍ وايي خپل خپلوان يې هم د دې جوګه نه دې چې د دوي لاسنیوی وکړي
دوي له حکومت ، مرستندویه بنسټونو ادارو او شتمنو هیوادوالو غواړي چې د ورانې مينې په ابادولو او ناروغانو د درملنې په پار يې لاسنوی وکړي
سمین وايي د باران له امله د وراوښتي زیان له امله ورسره تر دې دمه کومه مرسته نه ده شوې او د دايمي مېشتيدنې په پار د نمري د ورکړې چاره يې هم د برښنايي پيژندپاڼې د نشتون له امله ځنډيدلې ده

