د هند په ختیځ ښار کلکته کې د یوه هوټل د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د اورلګېدنې د علت په اړه د چارواکو څېړنې روانې دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د ودانۍ د خوندیتوب او د اور د خپرېدو د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې دي.
سرچینه : شرق نیوز

