د ننګرهار په مرکزي زندان کې د اسد ۲۴مې په مناسبت د عفوې له فرمان سره سم د یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو په موخه مراسم ترسره شوي دي.
د زندان مسؤلین وایي، د سترې محکمې د ځانګړي حکم له مخې ۳۹۳ بندیان خوشي شوي او د څه باندې ۲۰۰ نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
د دوی په وینا، په خوشي شویو بندیانو کې ۲۴ ښځینه بندیانې هم شاملې دي.
تازه خوشي شوي بندیان وایي، د عفوې له فرمان څخه خوښ دي او دا پرېکړه یې د دوی او کورنیو لپاره د خوښۍ سبب شوې ده.
دوی وايي، له دې وروسته به هڅه وکړي له ناقانونه کړنو ډډه وکړي او خپل ژوند په سمه او قانوني توګه مخته یوسي.
د زندانونو چارو مسؤلین وایي، زندانونه یوازې د بندیانو د ساتنې پر ځایونو نه دي محدود شوي، بلکې د اصلاح، دیني زده کړو او مسلکي روزنې پر مرکزونو بدل شوي دي.
د دوی په وینا، بندیانو ته د دیني زده کړو ترڅنګ په بېلابېلو حرفو او مسلکونو کې هم روزنه ورکول کېږي، څو له خوشي کېدو وروسته وکولای شي سالم ژوند ولري او د قانون له چوکاټ سره سم خپلې چارې مخته یوسي.
راپور : مسعود عربزی

