د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره د انګلستان پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې له پیل مخکې لویه اندېښنه رامنځته شوې ده.
بابر اعظم د ښي لاس د ټپ له امله له لومړۍ لوبې بهر شوی دی.
راپورونه وايي، بابر دغه ټپ د لویدیځ هند پر وړاندې د اګست په لومړیو کې په دویمه ټېسټ لوبه کې هم درلود او د تمریناتي لوبې پر مهال یې درد بېرته زیات شوی دی.
طبي ټیم د هغه وضعیت ارزوي او تمه ده چې که روغتیا یې اجازه ورکړي، د انګلستان پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې لپاره بېرته لوبډلې ته ور وګرځي.
بابر د پاکستان لپاره په ۶۴ ټېسټ لوبو کې نهه سلیزې وهلې دي، نو د هغه نشتوالی د پاکستان د توپوهنې لپاره ستره تشه بلل کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

