د جلال اباد ښاروالۍ د داخلي بودیجې پرمټ د دوه وويشت میلیونه افغانيو په ارزښت په دوهمه ناحیه کې د غنمو منډوي مخې ته د استخباراتو ریاست په لورغځيدلي څلورسوه متره په اوږدوالي او ۳۰ متره په پلنوالي د سړک چارې پیل کړي .
مسوولین وايی دا پروژه يې د ۱۴۰۵ م کال د پلي کوونکو پروژو د پیل پروژوه ده ، چې چارې به يې د دغه کال ترپای بشپړې شي.
د جلال اباد مېشت بیا د دغې پروژې د چارو پیل له امله خوښي ښيي او زیاتوي چې له مخې به يې دغه سړک پراخه او ګڼه ګوڼه به راکمه شي.
د جلال اباد ښاروال بیا دغه پروژه د ښاري پراختیا د پلان برخه بولي او وايي چې له دې وروسته به د يو بل سړک د پراخوالي چارې هم پیل کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ او د پلي کوونکي شرکت مسوولین بیا دغه سړک د چارو په معیاري ډول په خپل وخت بشپړیدو ډاډ ورکوي
د ښاروالۍ مسوولین زیاتوي چې په روان کال کې به د ښار په مختلفو ناحیو کې ۱۷ بیلابیل ډوله رغنیزو پروژو چارې پیل کړي.
راپور : سباووون ساحل

