د کونړ ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د دوو شخصي موټرو د سوځېدو په تړاو امنیتي مسؤلینو یو شکمن کس نیولی دی.
د راپورونو له مخې، د تېرې پنجشنبې په شپه د ماڼوګۍ ولسوالۍ د اسلامچیني کلي په مربوطاتو کې د یوه اوسېدونکي دوه سراچه موټر د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوي دي.
د موټرو مالک وايي، په دې پېښه کې نږدې ۸۰۰ زره افغانۍ مالي زیان ورته اوښتی دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه موټرونه د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو او د حلالې روزۍ د پیدا کولو یوازینۍ وسیله وه.
هغه وايي، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او له امنیتي مسؤلینو مننه کوي چې د پېښې په تړاو یې پر وخت اقدام کړی دی.
دغه تن له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون له مخې یې مجازات کړي.
بلخوا، د ماڼوګۍ ولسوالۍ امنیتي مسؤلین وايي چې د کشفي او امنیتي عملیاتو په پایله کې یې د همدې ولسوالۍ یو اوسېدونکی د یادې پېښې په تړاو نیولی او دا مهال تر پوښتنو او څېړنو لاندې دی.
د سیمې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له هڅو هرکلی کوي، خو غوښتنه کوي چې د خلکو د شخصي شتمنیو د خونديتوب او د امنیت د لا ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال، د کونړ امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي چې په تېر کال کې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو څه باندې ۶۰۰ قضیې ثبت شوې دي چې په تړاو یې یو شمېر کسان نیول شوي دي.
راپور : پرویز مومند

