د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ډېر ژر به د ایران له لوري د جګړې د پایته رسولو نوې طرحه وڅېړي خو په خبره یې ښايي د منلو وړ نه وي
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې تهران واشنګټن ته ۱۴مادهییزه طرحه استولې ده.
په دې طرحه کې پر ایران د بیا برید نه کولو تضمین د ایران له شاوخوا سیمو د امریکایي ځواکونو ایستل او د سمندري محاصرې پای ته رسېدل غوښتي دي.
همداراز د ایران د شتمنیو ازادول د بندیزونو لرې کول او په بېلابېلو جبهو کې د جګړې پایته رسول هم د دې طرحې برخه ده

