د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، سویلي کوریا به په امریکا کې د تېلو او ګازو د تولید د زیاتولو لپاره ۸.۴ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
د ټرمپ په وینا، دغه پانګونه به د امریکا د تېلو او ګازو تولید زیات کړي، د انرژۍ سکټور به پیاوړی کړي او د نړۍ د انرژۍ امنیت به لا ټینګ کړي.
نوموړي ویلي، سویلي کوریا په امریکا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې پلان لري؛
خو سیول ټینګار کوي چې د الاسکا د ۵۴ میلیارد ډالرو د ګازو پروژې په اړه یې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
سرچینه : شرق نیوز

