د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ، مولوي امیرخان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ډیکارلو، لیدلي دي .
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت، بشري مرستو، د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو او دوامدار بیا ادغام لپاره د ګډو او همغږو هڅو پر اهمیت، د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو او لا زیاتو همکاریو پر اړتیا، او د سیمهییز وضعیت په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه وایي د دواړو لوریو ترمنځ د دوحې پروسې اړوند د نوو فرصتونو د موندلو پر څرنګوالي خبرې وشوې، او د داسې همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو چې عملي پایلې ولري او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.
د خبرپاڼې په وینا ناسته کې د موجودو واقعیتونو سره سم، د افغانستان په اړه د راپورونو، څرګندونو او ارزونو د لا کره او متوازن انعکاس لپاره، د دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو د کارولو پر اهمیت ټینګار وشو.
پدې خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو اندېښنې شریکې شوې او د ملکي وګړو د ساتنې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي د یادې ناستې په پای کې د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار وشو.
سرچینه : بهرنیوچارو وزارت

