د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، په دغه هېواد کې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۲۲۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي چې دا په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر دی.
پاکستانۍ ورځپاڼې «د نیوز انټرنېشنل» د یاد انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې په اګست کې په پاکستان کې ۱۹۹ وسلهوال بریدونه ثبت شوي وو، خو په سپټمبر کې دغه شمېر ۱۳ سلنه زیات شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپټمبر د ۲۲۵ وسلهوالو بریدونو له امله ۲۵۹ کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان دي؛ په اګست کې بیا د ورته بریدونو له امله ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان وو.
راپور وایي، په سپټمبر کې د وسلهوالو بریدونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې په ټولیز ډول لږ تر لږه ۵۴۵ کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۱۰۳ د پاکستاني ځواکونو غړي، ۸۱ ملکي وګړي، ۱۵ د سولې کمېټو غړي او ۳۴۶ وسلهوال شامل دي.
سرچینه : شرق نیوز

