د ایران پارلمان اعلان کړی چې هرمز تنګي کې د تګ او راتګ د مدیریت لپاره د یوې نوې قانوني طرحې د چمتو کولو کار روان دی
د دې طرحې له مخې هغه بېړۍ چې له اسراییلي رژیم سره تړاو لري د دې مهمې لارې له تېرېدو څخه منع کیږي
همدارنګه د مخالفو هېوادونو بېړۍ به یوازې هغه وخت له دې تنګي تېرېدای شي چې د جګړې تاوان ورکړي
دا طرحه دا هم وړاندې کوي چې له دې وروسته به ټولې بېړۍ د ایران له اجازې ترلاسه کولو وروسته د تګ او راتګ اجازه ولري

