د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ټاپي ګازو نللیکې د عملي چارو په لړ کې د افغانستان په خاوره کې مهم پرمختګونه شوي او د پروژې د بېلابېلو برخو کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د یاد وزارت د ویاند همایون افغان په وینا، تر دې دمه د ټاپي نللیکې شاوخوا ۸۰ کیلومټره مسیر غځول شوی او د نللیکې د تېرېدو لپاره نږدې ۱۲۶ کیلومټره لاره چمتو شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پروژې د تخنیکي او څارنیزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د ګازو نللیکې د خښولو لپاره په ۵۱ کیلومټره اوږدوالي جرکيندنه ترسره شوې او تر اوسه ۳۶،۳ کیلومټره نللیکه د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت همدارنګه څرګنده کړې چې د ټاپي پروژې اړوند د هرات فاز چارې نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي، چې دا د پروژې د پرمختګ په برخه کې د پام وړ ګام بلل کېږي.
ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد ستره سیمهییزه پروژه ده، د انرژۍ د انتقال ترڅنګ د اقتصادي همکاریو، پانګونې او سیمهییز اتصال لپاره هم مهمه ګڼل کېږي. چارواکي هیله څرګندوي چې د پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې پر مخ ولاړې شي.

