د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي چې تهران نه د جګړې په لټه کې دی او نه هم یوازې پر مذاکراتو تکیه کوي بلکې د خپلو شرایطو او د وخت د غوښتنو له مخې به د ډیپلوماسۍ او مقاومت دواړه لارې په هم مهاله توګه تعقیب کړي
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران اساسي موخه د جګړې پای ته رسول او د دوامدار امنیت تامینول دي خو په وینا یې تهران پر مقابل لوري باور نه لري
قالیباف د ایران پر وړاندې د سمندري محدودیتونو او بندیزونو په اړه هم ویلي چې هېواد به یې دغه اقدامات د خپلو مخالفانو لپاره په یوې بلې ماتې بدل کړي

