د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی هر هغه هېواد چې له ایران سره د اقتصادي ملاتړ یا سوداګرۍ له لارې مرسته وکړي، ښايي له جدي اقتصادي پایلو سره مخ شي.
د ټرمپ دا څرګندونې د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې او د سولې د هڅو د ټکني کېدو په ترڅ کې شوې دي.
واشنګټن غواړي پر تهران اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي او د ایران د تېلو، سوداګرۍ او مالي سرچینو د محدودولو هڅې پراخې کړي.
د رویټرز د راپور له مخې د دې ګام احتمالي اغېزې یوازې پر ایران محدودې نه دي؛ ځکه چین د ایران د تېلو له مهمو پېرودونکو څخه دی او د ایران پر سوداګرۍ د سختو بندیزونو احتمال د امریکا او چین ترمنځ د لا زیاتې اقتصادي شخړې لامل کېدای شي.
سرچینه : شرق نیوز

