د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار، په اسلاماباد کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد حسن الشیباني سره لیدلي دي .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو لورو ترمنځ پر ژورو او تاریخي ورور ولیزو اړیکو بیا ټینګار وکړ او د ګډو ګټو په برخو کې یې د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پراختیا پر لارو چارو بحث وکړ.
د وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وایي په دې لیدنه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو هم ژورې خبرې وشوې.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر الشیباني د اګست له ۱۹ تر ۲۰ پورې د اسحاق ډار په بلنه په رسمي سفر اسلاماباد ته تللی دی.
سرچینه: شرق نیوز

