د ننګرهار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبین وايي، چې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یې د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یوه تن سره ۱۰ زره او ۲۰۰ ټابلیټ کا ګولۍ نیولې دي.
د یاد مدیریت په وینا، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
مسوولین وايي، دغه کس به له لومړنیو څېړنو وروسته د نورو قانوني اقداماتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین ټینګار کوي چې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور پر وړاندې به خپلو کشفي عملیاتو ته دوام ورکړي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

