د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ایران ته د سفر پر مهال ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له لوري یو مهم پیغام د ایران رهبر مجتبی خامنهاي ته ورسوي
نقوي د شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره تر لیدنې وروسته وویل چې اسلاماباد د ایران رهبر ته یو ځانګړی لیک چمتو کړی خو د پیغام د محتوا په اړه یې څه ونه ویل
د پاکستاني چارواکو په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو سیمهییزو تحولاتو او امنیتي همکاریو په تړاو خبرې د دې سفر مهمه برخه جوړوي
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي کړکېچ زیات شوی او د ایران امریکا او اسرائیل ترمنځ ترینګلتیاوې د اندېښنې وړ بلل کېږي
محسن نقوي تر دې وړاندې هم ایران ته سفر کړی و او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې وې

