د معیار او کیفیت ملي ادارې ویلي چې د فراه ولایت په شېخ ابو نصر فراهي بندر کې یې د کیفیت د څارنې په ترڅ کې یو شمېر وارداتي توکي د معیارونو د نه پوره کولو له امله بیرته رد کړي دي
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې د بندر تخنیکي ټیمونو د وارداتي توکو د ارزونې پر مهال ۳۶.۶ ټنه کاشي ثبیت کړي چې په پایله کې یې جوته شوې دغه توکي له معیارونو سره مطابقت نلري او د کیفیت له اړینو شرایطو برخمن نه دي
د همدې ارزونو پر بنسټ، یادې محمولې هېواد ته د داخلېدو وړ ونه بلل شوې او بېرته استول شوې دي
د معیار او کیفیت ملي ادارې ویلي د هېواد بازارونو ته یوازې هغه توکو ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي چې د کیفیت او خوندیتوب ټاکلي معیارونه پوره کړي
د معیار او کیفیت ملي ادارې همداراز ډاډ ورکړی چې د بېکیفیته او غیرمعیاري توکو د مخنیوي لپاره به په بندرونو او ګمرکونو کې د ارزونې او څارنې بهیر په دوامداره توګه روان وساتي

