د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار یو شمېر اوسېدونکي له ښاروالۍ غواړي چې د ښار د پراختیا او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته لا ډېره پاملرنه وکړي
د دوی په وینا د پراختیايي پروژو په عملي کېدو سره به ښار پراخ او منظم شي ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمه شي او خلکو ته به د کار او روزګار زیات فرصتونه برابر شي
بل پلو د لغمان د مرکزي ښاروالۍ مسؤلین وایي چې د ښاري پراختیا په برخه کې یې د پام وړ اقدامات ترسره کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري
د مسؤلینو په خبره روان کال د مرستندویه ادارو له لوري د ۱۶ ټولګټو پروژو ترڅنګ د ښاروالۍ له بودجې څخه هم د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې پلان شوې دي
چارواکي زیاتوي چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر بېروزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د ښار د اوسېدونکو لپاره به غوره ښاري اسانتیاوې رامنځته شي
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان ښاروالۍ تېر کال هم د ښاري پراختیا په برخه کې یو شمېر پروژې پلې کړې وې چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې وې
اوس اوسېدونکي هیله لري چې د نویو پروژو په عملي کېدو سره به د ښار د پرمختګ بهیر لا چټک شي

