د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې له امریکا سره د خبرو اترو بهیر ته د بشپړې بېباورۍ له دریځه ننوتی دی.
د راپورونو له مخې، عراقچي دا څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر یوهان وادفول سره په ټیلیفوني اړیکه کې کړې دي.
نوموړي د امریکا پر وړاندې نیوکه کړې او دغه هېواد یې په ډیپلوماسۍ او مذاکراتو کې په پرلهپسې «خیانتونو» تورن کړی دی. هغه ټینګار کړی، چې ایالات متحده د باور وړ نه ده او تهران له همدې امله له احتیاطه ډک دریځ غوره کړی دی.
عراقچي زیاته کړې، چې د ایران د ملت د ګټو او حقونو تأمین او د اسلامي جمهوریت د اقتدار ساتنه به د امریکا سره په هر ډول خبرو کې اساسي شرطونه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ایران مرکچي پلاوي د پاکستان په منځګړیتوب اسلامآباد ته رسېدلي، څو د روان کړکېچ د حل لپاره خبرې پیل کړي.

