Skip to content
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمې د ګازو نویو څاه ګانو کارونو په بشپړېدو سره به د یادې سمې د ګازو کچه په ۲۴ساعتونو کې ۱۲۵زره مترمکعب ته لوړه شي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان په اېکس لیکلي، د هایدرو کاربونو عمومي رییس ملا محمد اسرائیل له یادو څاه ګانو څخه د لېدنه پر مهال د دغې مهمې پروژې د چارو په چټکتیا ټینګار کړی
. نوموړي د دغې پروژې کارونو د ښه پر مخ وړلو لپاره اوړند مسولینو ته د لازمې لارښوونې هم کړي دي. د یتیم تاق سیمې ګازو د دوو څاه ګانو د کېدنې قرارداد د ۷.۵میلیون ډالرو په ارزښت له یوې ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوی.
Like this:
Like Loading...
Translate »