
کونړ اوسېدونکي وايي، د سړک د پراخوالي لپاره یې کورونه، هټۍ او کرنیزې ځمکې له منځه تللي، خو تر نږدې یوه کال وروسته هم عملي کار نه دی پیل شوی.
اسعداباد – کونړ:
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د کونړ ـ ننګرهار د عمومي سړک د پراخوالي د چارو د ژر پیل غوښتنه کوي. دوی وايي، د حکومت له لوري د سړک دواړو غاړو ته هټۍ، کورونه او کرنیزې ځمکې له منځه یوړل شوې، خو د نږدې یوه کال په تېرېدو سره لا هم د دغه سړک عملي کار نه دی پیل شوی.
د اوسېدونکو په خبره، که حکومت د سړک د پراخولو لپاره عملي اقدام نه کوي، نو دوی اړ دي چې بېرته خپلې هټۍ، کورونه او کرنیزې ځمکې ابادې کړي.




د معلوماتو له مخې، نږدې یو کال وړاندې د رئیسالوزراء د ځانګړي حکم پر بنسټ د عامه سړکونو د پراخوالي لړۍ پیل شوه. له همدې سره هممهاله د کونړ ـ ننګرهار د عمومي سړک د پراخوالي لپاره د ولایتي ۱۳ کسیز ګډ کمېسیون له لوري د اندازې اخیستنې چارې هم ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې د سړک دواړو غاړو ته شپږ ـ شپږ متره پراخوالی ورکړل شي.
د چارواکو له لوري هغو خلکو ته، چې کورونه، هټۍ او کرنیزې ځمکې یې د سړک په نقشه کې شاملې شوې وې، سپارښتنه شوې وه چې خپل ملکیتونه خالي کړي. د خلکو په وینا، هغوی دا غوښتنه عملي کړه، خو تر اوسه د سړک د پراخوالي په برخه کې هېڅ عملي ګام نه ترسترګو کېږي.
د کونړ اوسېدونکي وحیدالله او سلیم خان وايي، دوی هیله لرله چې د سړک په پراخېدو سره به د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به حل شي، خو تر اوسه یوازې زیانونه ورته اوښتي او کار نه دی پیل شوی. دوی غوښتنه کوي چې د خلکو غږ دې واورېدل شي او د سړک د پراخوالي عملي چارې دې ژر تر ژره پیل شي.
بل لور ته د کونړ د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وايي، د کونړ ـ ننګرهار د عمومي سړک د پراخوالي لپاره د سروې، ډیزاین او تخنیکي چارو پروسه بشپړه شوې ده، خو د یو شمېر طبیعي افتونو له امله عملي چارې ځنډېدلې دي. د دوی په خبره، نه یوازې د کونړ ـ ننګرهار سړک، بلکې د کونړ ـ نورستان او د ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم د لویو لارو د پراخوالي چارې په پام کې دي.
د کونړ د ټولګټو چارو رئیس، قاري قدرتالله معاذ، وايي چې د هېواد د ابادۍ لپاره ژمن دي او د دې سړک د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی موجود دی. نوموړی زیاتوي چې د تېرو طبیعي افتونو له امله چارې ځنډېدلې وې، خو تمه ده چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پيل شي.
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په راتلونکې کې به نه یوازې د کونړ ـ ننګرهار د عمومي سړک د پراخوالي چارې پیل شي، بلکې د ولایت په ولسوالیو کې د لویو سړکونو د پراخوالي لړۍ به هم عملي بڼه خپله کړي.
پرویز څرګند
