روسیې د اوکراین پر پلازمېنې کيیف د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او تر ۲۳ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د کيیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د ښار په شېوچنکو سیمه کې پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدو له امله مرګژوبله او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، ژغورونکې ډلې د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره سیمې ته رسېدلې دي.
راپورونه زیاتوي چې یو ښوونځی او یو سوداګریز مرکز هم زیانمن شوي او ښايي ځینې کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې روسیه ښايي د «اورشنیک» په نوم بالستیک توغندي وکاروي. بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې چې دغه توغندي پرمختللي دفاعي سیستمونه نشي درولای.

