د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو پېښه شوې چې په پایله کې یې یو وسلهوال کس وژل شوی او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
راپورونه وایي، دغه پېښه د شنبې ورځې ماښام د سپینې ماڼۍ ترڅنګ په یوه امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، بریدګر د ماښام شاوخوا شپږ بجې سیمې ته ورنږدې شوی، له خپل بکسه یې وسله را ایستلې او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کړې دي.
د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي چې امنیتي ځواکونو د برید په غبرګون کې پر وسلهوال ډزې وکړې او نوموړی وروسته په روغتون کې مړ شو.
د راپور له مخې، د ډزو د تبادلې پر مهال یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، خو لا څرګنده نه ده چې نوموړی د بریدګر په مرمۍ او که د امنیتي ځواکونو په ډزو ژوبل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د پېښې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې موجود و، خو زیان نه دی ور رسېدلی. له پېښې وروسته سیمه د لنډ وخت لپاره تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راغله.
امریکايي چارواکي وایي، د بریدګر د هویت او انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

