د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې اورګاډي ته نږدې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه زیات نور ټپیان دي
د رویټرز د راپورونو له مخې له چاودنې وروسته د درنو ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي
د پاکستان د اورګاډو چارواکو ویلي چې په کوټه کې د جعفر اکسپرېس تګ راتګ په موقت ډول درول شوی دی
د راپور له مخې د اورګاډي یوه برخه چې پېښور ته روان و زیانمنه شوې او همدارنګه ۱۰ پارک شوي موټر هم تخریب شوي دي
په هغو ویډیوګانو کې چې له چاودنې وروسته خپرې شوې ليدل کېږي چې د اورګاډي پټلۍ ته نژدې ولاړو ګاډو هم اور اخيستی دی
چاودنې د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې کړې دي

