راشد خان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل؛ افغانستان ته وفادار پاتې شو د هندي رسنۍ India Today د راپور له مخې، د افغانستان مخکښ کرکټلوبغاړي راشد خان ویلي چې د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه یې رد کړي او پرېکړه یې کړې چې د خپل هېواد، افغانستان، لپاره لوبې ته دوام ورکړي
هغه ویلي، له دغو وړاندیزونو سره سره یې خپل ملي هویت او د افغانستان استازیتوب ته ژمنتیا لومړیتوب ګرځولی دی
. راپور زیاتوي، راشد خان ته د ۲۰۲۳ کال د ایپياېل سیالیو پر مهال د هند له لوري د تابعیت اسنادو او هلته د کرکټ کولو وړاندیز شوی و، خو هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې غواړي د افغانستان استازیتوب ته دوام ورکړي.
ویل کېږي، د هند تر څنګ اسټرالیا هم ورته ورته وړاندیز کړی و، خو راشد خان دواړه رد کړل او خپل هېواد ته یې ژمنتیا وښوده؛ هغه پرېکړه چې د خلکو له ستاینې او ملي ویاړ سره مخ شوې ده.
راشد د هند د وړاندیز په اړه ویلي، کله چې هغه د ګجرات ټایټنز لپاره لوبېده، یوه چارواکي ورته وویل چې د هند د کرکټ بورډ یو لوړپوړی کس غواړي ورسره وویني.
د هغه په خبره، دغه کس ورته وړاندیز وکړ چې په هند کې دې ژوند وکړي، اسناد به ورکړل شي او هلته به کرکټ وکړي، خو راشد دا وړاندیز په درنښت رد کړ.

