د پاکستان خیبر پښتونخوا شمال لوېدیځ کې د سېشنبې په ورځ یوه بازار کې چاودنې اوه کسان چې دوه پولیس او پنځه ولسي وګړي دي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي چاودنه لکي مروت کې شوې ده
دا په تېرو څلورو ورځو کې په دغه سیمه کې دویم خونړی برید دی.
د ژغورنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې امبولانسونه او د اور وژنې ګاډي د پېښې ځای ته استول شوي دي.
دسراي نورنګ د پولیسو مرستیال مشر سعید خان وویل هغه کسان چې سخت ټپیان شوي وو د بنو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ځايي روغتون مشر محمد اسحاق وویل تر اوسه ۳۷ ټپیان ور وړل شوي او د ځینو حالت سخت دی.
د چاودنې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ویجاړ دوکانونه او یو سخت زیانمن شوی موټر ښکاري
په همدې سیمه کې د شنبې په ورځ هم د موټر بم برید او وروسته پر یوه پولیس پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو

