اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ادعا یې کړې وه د بنو په سیمه کې د پولیسو پر مرکز شوی برید په افغانستان کې پلان شوی دی
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي دغه ادعاوې بېبنسټه دي او اسلامي امارت یې په کلکه ردوي
مجاهد ټینګار کړی چې اسلامي امارت د شته ستونزو حل د تورونو ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم متقابل احترام او رښتینو همکاریو له لارې ممکن بولي
نوموړي زیاته کړې اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ روښانه کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي

