د بادغیس ولایت مقام خبر ورکړی چې د دې ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د یوې خواشینوونکې پېښې له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه تېره شپه د قلعهنو اړوند د باغکي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د یوه کور پر سر یو دروند پاڼ راولوېد چې له امله یې د کور دوه استوګنیزې خونې تر خاورو لاندې شوې. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه ښځې، چې ټولې د قرانکریم حافظانې وې، مړې شوې دي او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. سیمهییز چارواکي وایي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د هغوی وضعیت تر څار لاندې دی.

