د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ د شپږمې تخصصي دورې د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي ډيپلوماټیک پرمختګونه مثبت وبلل. هغه وویل چې په چین کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترسره شوي مذاکرات ګټور وو او باید له هغو څرګندونو ډډه وشي چې د هېواد ملي ګټو ته زیان رسوي.
متقي ټینګار وکړ چې د ډيپلوماټانو مسوولیت دی څو له حساسو او مهمو مسایلو سره، په ځانګړي ډول هغه موضوعات چې له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره تړاو لري، په ډېر احتیاط چلند وکړي. د هغه په وینا، ولسونه هم باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر حساسو موضوعاتو غیرمسوولانه دریځ خپل نه کړي، ځکه دا ډول چلند کولای شي اړیکو ته زیان ورسوي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او باور لري چې د نړۍ ډېری شخړې په پای کې د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شوې دي. هغه زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تأمین دی او د اوسني نظام پر وړاندې هېڅ جدي ګواښ نه دی موجود.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز څرګنده کړه چې ټولنه باید داسې وروزل شي چې د اسلام او هېواد سره د وفادارۍ پر بنسټ جوړه شي او د راتلونکي لپاره مثبت کار وکړي. هغه د ډيپلوماټانو رول ته په اشارې وویل چې د یوه هېواد عزت او حیثیت تر ډېره د ډيپلوماټانو له چلند سره تړلی وي، او یو بریالی ډيپلوماټ باید تل د نړۍ له بدلېدونکو حالاتو سره بلد او هوښیار وي.

