د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم او مثبت ګام بللی دی
متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو ګډې ناستې» پر مهال ویلي جګړه د ټولو لوریو په زیان ده او شخړې باید د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل شي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې پر دې هوکړه به عملي کار وشي او د سیمې روان کړکېچ به په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی چې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې د هېوادونو د ګډو ګټو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې ده
ایراني چارواکو هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د هوکړې رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې د دې هوکړې له مخې به هرمز تنګی بېرته پرانېستل کېږي او امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه کم کړي

