په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي د ټولګټو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او زېربنایي پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، د میل ۷۸ ابونصر فراهي سړک له ۵۳ کیلومتره پاتې برخې څخه ۴۲ کیلومتره بشپړه شوې او پاتې ۱۱ کیلومتره چارې په چټکۍ سره روانې دي.
سفیر زیاته کړې چې د سړک لومړی ۶۴ کیلومتره لاټ پخوا جوړ شوی و، خو اوس یې ځینې برخې تخریب شوې دي.
نوموړي ویلي، د دغو برخو د ترمیم لپاره بودجه ځانګړې شوې او قراردادي شرکت ټاکل شوی چې ژر به یې د بیارغونې چارې پیل کړي. دا سړک چې ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مهمه لاره بلل کېږي.

