بټي کوټ د ننګرهار ولايت يوه له هغه مرکزي ولسواليو څخه ده چې د تورخم جلال اباد لويه ترانزيتي لار پرې تيريږي چې له همدې امله ستراتيژيک ارزښت لري
د دغې ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولين وايي د ولس په غوښتنه يې په ۱۴۰۴ م کال کې د څه د پاسه ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت لويي او کوچنۍ پروژي پلي کړي دي.
د دغې ولسوالۍ د ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي چارو مسوول وايي په دغه پروژو کې د سړکونو ،ګلدانونو، ويالو ،پلچکونو او کټارو جوړول شامل دي.
د بټي کوټ ښاروالۍ مسوولين همداراز په ۱۴۰۵ م کال کې هم په دغه ولسوالۍ کې د ميليونه افغانيو په ارزښت د يو شمير نورو اړينو پروژو د پلي کيدا خبره هم کوي
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د ښاروالۍ د ترسره کړو پروژو خوښ دي او د لا ډيرو پروژو ترڅنګ د پروژو پر ښه کيفيت ټينګار کوي.
د ښاروالۍمسوولين او په دغه ولسوالۍ کې د پلي کوونکو شرکتونواستازي بيا د پروژې د ښه کيفيت په اړه ډاډ ورکوي او زياتوي چې اوسمهال تربل هر وخت د پروژو کيفيت ته پام زيات شوی.

