د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي په تېره اوونۍ کې یعنې د ثور له ۴مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس رسنیو ته ویلي د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۱۷۹۷ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹۱۹۵ ټنه او د خواف هرات له لارې ۳۰۴۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۲۲۹۵۳۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي.
حق شناس وایي د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۴) ټنه دانارجوس صادر شوي.
ویاند وایي ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.
سرچینه زیاتوي هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

