دفاع وزارت وايي، چې د هوايي ځواک او هوايي دفاع قوماندانۍ اړوند یو هلیکوپټر یې د اساسي ترمیم، تخنیکي ازموینو او ارزونو له دیارلس میاشتنۍ بریالۍ پروسې وروسته رغولې او الوتنې ته چمتو کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه هلیکوپټر د هوايي ځواک او هوايي دفاع قوماندانۍ د انجنیرانو او تخنیکرانو له لوري ترمیم شوې ده.
د دفاع وزارت مسوولینو د هلیکوپټرو او چورلکو پرترمیم او الوتنې ته د هغو پر چمتو کولو ټینګار کړی او په دې برخه کې هڅې یې د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع د عملیاتي وړتیاوو لوړولو لپاره مهمې بللې دي.
مسعود عربزی

