د کونړ ولایت ښاروالۍ ریاست په مالي لګښت په مرکز اسداباد کې د پیاده لارو او په داخل کې د قیر اچولو چاري پیل شوې.
پدغه چارو ۱۲ اعشاریه ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نیږدی ۲۵۰ ځايي کاریګرو پر مټ به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شې.چې پکې د ۸ سوه متره قیر اچولو او ۱ اعشاریه ۸۵ کیلومتره پلي لارو د جوړول شامل دي
مسولین ډاډ ورکوې چې د رغنیزو پروژو ترسره کول به لا زیات شې.
د کونړ ښاروالۍ ریاست مسولین وايي دوۍ د ښاریانو ټولو ستونزو ته رسیدنه کړي او لاهم کوښښ کوې چې هغوۍ ته مناسب ښاري چاپیریال رامنځته کړي .
په ورته مهال کې ددغه پروژو ترسره کوونکې شرکت مسولین د کار د ښه کیفیت په برخه کې ښاریانو او مسولینو ته ډاډ ورکوې،
بل لورته د اسداباد ښاریان بیا د ښاروالۍ ریاست ددغه ګام هرکلی کوې او وايي پدي چارې سره به دوۍ ته د تګ راتګ او ښاري ښکلا په برخه کې ګڼي اسانتیاوې رامنځته شې.
دوۍ د مسولینو څخه په اړونده برخو کې د لا زیاتي پاملرني غوښتنه کوې.
د کونړ ښاروالۍ ریاست د مسولینو د معلوماتو پر اساس سږ کال ددي ولایت په یو شمیر سیمو کې ۱۴ د بیارغونې پروژي تر سره کیږي چې ۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت پري راځي چې په ترسره کیده سره به يې ګڼو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شې.
راپور : پرویز مومند

