د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي بدلون ویلي، د تورخم له لارې هېواد ته واریدېدونکي قاچاقي امونه له نیولو وروسته لعلپوري ولسوالۍ په سیند کې اچول شوي دي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نیول شوي امونه ۵۰۴ کیلو ښودلي، چې د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري په قاچاقي ډول له پاکستانه واریدېدل نیولي او له قانوني مراحلو وروسته یې له منځه وړي دي.
د ننګرهار کرنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د بندښت له کبله چاته اجازه نشته چې کرنیز او حیواني محصولات په ناقانونه ډول هېواد ته را وارد کړي.
مسعو د عربزی

