د پاکستاني پوځ عامه اړیکو اداره وايي،په بلوچستان ایالت کې د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي په دریو لویو پېښو کې ټولټال ۴۲ کسان وژل شوي دي، چې پکې ۲۷ پولیس، ۱۱ پوځيان او ۴ ملکي وګړي شامل دي.
د ای اېس پي ار مشر ډګر جنرال احمد شریف چودري په یوه خبري غونډه کې وویل، د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ وسله وال هم وژل شوي دي.
د پوځ ویاند د درېیو مهمو پېښو یادونه وکړه چې یوه یې د زیارت سیمې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید و. د هغه په وینا، په دغه برید کې ټولټال ۲۷ پولیس وژل شوي دي.
نوموړي د دې بریدونو پړه پر هند او د هند له ملاتړ برخمنو وسله والو ډلو واچوله.
تر اوسه هند د دې تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ورته ادعاوې رد کړې وې.
د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار د ویاند په وینا، د جولای د ۴مې او ۵مې نېټې ترمنځ شپه د کوټې ښار ته نژدې هنه اوړک سیمه کې وسله والو پر ملکي خلکو برید وکړ.
د هغه په خبره، د سیمې اوسېدونکو د ځان ساتنې لپاره غبرګون وښود، چې له امله یې بریدګر له سیمې څخه د تېښتې لپاره اړ شول.
خو د دغې پېښې په ترڅ کې ۴ ملکي وګړي ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
سرچینه : بي بي سي

