د امریکا پوځ هغه ویډيو خپره کړې چې وايي، په تېرو دوو شپو کې یې په ایران کې ۱۷۰ هدفونه په نښه کړي دي.
دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د امریکا د بریدونو دویمه څپه یا پړاو دی.
په همدې حال کې ایران وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر او د دغه سازمان سرمنشي ته یې د امریکا د بریدونو پر ضد اعتراضلیکونه لېږلي دي.
دا یې هم ویلي چې تهران پر کوېت او بحرین بریدونه کړي.
سرچینه : بي بي سي

