د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې ناپېژانده وسلهوالو د یوه مسافر وړونکي موټر یو شمېر سپرلۍ او د بورې د یوې فابریکې کارکوونکي تښتولي دي. د راپورونو له مخې، له تښتول شوو کسانو پنځه تنه بېرته خوشې شوي، خو د فابریکې ۱۷ کارکوونکي لا هم نادرکه دي.
د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پېښه وړمه شپه د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ په انډس لویه لاره کې، د «چیرا ماینر» سیمې ته څېرمه شوې ده.
راپورونه وایي، وسلهوالو هغه مسافر وړونکی موټر درولی چې له دېرهغازيخان څخه راولپنډۍ ته روان و او یو شمېر سپرلۍ یې له ځان سره بیولې دي. همداراز، وسلهوالو د بورې د یوې فابریکې اړوند پر یوه بس سپاره یو شمېر امنیتي ساتونکي هم تښتولي دي.
له پېښې وروسته، د سیمې اوسېدونکو د پروا اډې په سیمه کې لاریون کړی او انډس لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. لاریونوالو د تښتول شوو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، پاکستاني پولیسو ویلي چې د تښتول شوو کسانو د موندلو او خوشې کولو لپاره عملیات روان دي او د پېښې د څېړنې په موخه یې څو ډلې ګومارلې دي.
سرچينه: شرق نيوز

