د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو هغه کس نیولی، چې د راپورونو له مخې یې د توفنګچې په زور د بهسودو پُل ترڅنګ له یوه صراف څخه ۳ میلیونه او ۲۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې او ۱۰۰ زره افغانۍ اخیستې وې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د قانون د پلي کېدو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
امنیتي مسوولین وايي، د ورته پېښو د مخنیوي او د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي
مسعود عربزی

