د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو بهرنیو وګړو د سیاحتي او سوداګریزو ویزو د لغوه کولو لپاره چمتووالی نیسي چې امریکا ته د لنډمهاله سفر په موخه تللي، خو وروسته یې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په دې اقدام کې ښايي تر ۲۰۰ زرو پورې کسان شامل شي.
که پلان عملي شي، د امریکا په تاریخ کې به دا د ویزو تر ټولو لویه ډله ییزه لغوهونه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا بهیر له کورني امنیت وزارت سره په همغږۍ ترسره کېږي.
چارواکو ویلي، د ویزو لغوه کېدل په خپله د ټولو کسانو د سمدستي ایستلو معنا نه لري، خو هغه کسان چې د پناه غوښتنې دوسیې یې روانې دي، نور به د سیاحتي یا سوداګریز سفر د ویزې له مخې په امریکا کې د پاتې کېدو حق ونه لري.
سرچینه : شرق نیوز

