په پنجشېر کې د امنیت او ارامۍ له ټینګښت سره د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ، د زمردو په سوداګرۍ کې د ځوانانو حضور هم زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د زمردو د پلور په وروستۍ مزایده کې له سلو ډېر پنجشېري ځوانانو ګډون کړی او د دې قیمتي ډبرې د پېر او پلور په برخه کې یې خپل فعالیت پیل کړی دی.
په دغه مزایده کې د ۳۸۴۲ قیراطه زمردو ۲۲ بېلګې وړاندې شوې وې، چې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پر سوداګرو وپلورل شوې.
د پنجشېر د سیمهییزو مسوولینو په وینا، د دې ولایت د کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو د استخراج او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې روانې دي او د کانونو د استخراج بهیر د قانوني او شفاف میکانیزم له لارې تنظیمېږي.
مسوولین دغه راز د پنجشېر د ګرځندوی، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د امنیت ټینګښت مهم بولي.
د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې په پنجشېر کې د زمردو د استخراج ترڅنګ د سوداګرۍ او ګرځندوی فعالیتونه هم پراخ شوي دي.
سرچینه : د پنجشېر ولایت مقام

