د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپاچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي له مړینې سره افغان کرکټ خپل یو له اغېزناکو او مخکښو لوبغاړو څخه بېبرخې شو.
کرکټ بورډ په خپره کړې اعلامیه کې شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړني نسل له هغو لوبغاړو بللی چې د دې لوبې د ودې او نړیوال حضور په پیاوړتیا کې یې مهمه ونډه لرله.
د بورډ په وینا، نوموړي د خپلې لوبغاړیزې دورې پر مهال د ژمنتیا، زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د ملي لوبډلې لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.
اعلامیه زیاتوي، د شاپور ځدراڼ هڅې او لاسته راوړنې به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د یوه مهم فصل په توګه پاتې وي او نوموړی به د هغو لوبغاړو له ډلې یادېږي چې د افغان کرکټ نړیوالېدو ته یې لاره هواره کړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپاچوونکی شاپور ځدراڼ، چې له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې د هند د پلازمېنې ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و چې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د معلوماتو له مخې، شاپور ځدراڼ له یوې داسې ناروغۍ سره مخ و چې د انسان د بدن دفاعي یا معافیتي سیستم کمزوری کوي او د بدن مقاومت له منځه وړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځډراڼ له کورنۍ، دوستانو، د ملي لوبډلې له غړو او د کرکټ له ټولې ټولنې سره خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د جنازې د مراسمو د وخت او ځای په اړه به د کورنۍ له سلا مشورې وروسته معلومات خپاره شي
مسعود عربزی

