ننګرهار کې د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي ، چې د جلال آباد ښار درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د کشفي معلوماتو په ترڅ کې د وسلوالو غلو لس کسیزه ډله نیولې ده .
د خبرپاڼې له مخې، یادې ډلې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د توفنګچو او چاقوګانو په زور له خلکو څخه موبایلونه، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي غلا کول.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان له یوې ریکشې، درېیو توفنګچو، چاقوګانو او نورو اړوندو وسایلو سره یو ځای لاس په لاس نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې دوسیې به یې له قانوني اجرآتو او بشپړو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ډاډ ورکړی، چې د وسلوالو غلاوو، جنايي جرمونو او د عامه امنیت د ګډوډولو پر وړاندې به خپل کشفي او امنیتي هڅې لا جدي او پراخې کړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د خلکو د سر او مال ته ګواښ پېښ کړي.
راپور : مسعود عربزی

