د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې په پایلو کې د لومړي ځل لپاره یوه ګډونوال بشپړې ۳۶۰ نمرې ترلاسه کړې.
د پروان ولایت اوسېدونکی راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ او د کابل طبي پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.
دا لاسته راوړنه د افغانستان د کانکور په تاریخ کې نوی ریکارډ بلل کېږي.
سرچینه : حریت

