د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاالله عمري د بېلاروس د کرنې او خوړو وزير يوري ګورلوف په ګډه مشرۍ په منسک کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ګډ کمېسيون دويمه غونډه ترسره کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په غونډه کې دواړو لوريو د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا ترڅنګ، د کرنې او مالدارۍ، صنعتي ماشینونو د تولید او واردولو، د کرنیزو ماشینونو د مونتاژ، د کیمیاوي سرې د تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو د پروسس او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث کړی دی.
د يادې غونډې په ترڅ کې دواړو لوريو د مطرح شویو هوکړو د تعقیب او عملي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د معینانو په مشرۍ د یوه ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ګډ کمېسیون په کال کې یو ځل جوړېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو پروژو او پانګونو د همغږۍ مهم چوکاټ بلل کېږي.
سرچینه : د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت

