د راپورونو له مخې، د میانمار د شان ایالت په «کاونګ تات» سیمه کې د چاودېدونکو توکو د یوې زېرمې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات نور ټپیان دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، پېښه د چین پولې ته نږدې رامنځته شوې چې له امله یې ګڼو استوګنیزو کورونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي. د ژغورنې ډلې لا هم د احتمالي قربانیانو د موندلو لپاره په سیمه کې عملیات ترسره کوي.
ځايي چارواکي وایي، د چاودنې د لامل د معلومولو لپاره یې څېړنې پیل کړې او د پېښې مسؤل کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

