د هند کرېکټ غوره ليګ (ای پي اېل) د ۲۰۲۶ کال په پایلوبه کې رويل چلېنجرز بنګلورو (ار سي بي) لوبډلې ګوجرات ټايټنز ته په ماتې ورکولو سره د دويم پرلپسې ځل لپاره دغه اتلولي وګټله
تېر کال هم ار سي بي د هند غوره لیګ ګتلی او دا یې دويم ځل شو چې دغه سيالۍ ګټي
د لوبې پچه ار سي بي وګټله او لومړی یې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه
ګوجرات د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه چې ار سي بي د اتلسم اوور په وروستي توپ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ
د ګوجرات د پيل لوبغاړي ژر يو پر بل پسې وسوځېدل خو وروسته واشنګټن سوندر لوبه يو څه کنټرول کړه او په ۳۷ توپونو یې ناسوځېدلې ۵۰ منډې وکړې
د نوموړي تر څنګ نېشات سېندو ۲۰، جاس بټلر ۱۹، ارشد خان ۱۵، سای سودرشن ۱۲ او شوبمن ګېل ۱۰ منډې وکړې
د ار سي لوبډلې لپاه راسخ سلام دری، بونېشور کورما دوې، جاش هېزلووډ دوې او کورنال پانډيا يوه وېکټه واخيسته
د ګوجرات لپاره بيا افغان ستوري راشد خان د ۲۵ منډو په ورکولو سره د رجت پټېدا او کورنال پانډيا وېکټې واخيستې. محمد سراج، کګېسو رباډا او ارشد خان بيا یو یو لوبغاړی وسوځاوه
د ۲۰۲۶م کال د هند غوره ليګ د مارچ پر ۲۸ مه پیل او تر د مې تر ۳۱ یې دوام وکړ
دا په نړۍ کې دکرېکټ شل اوریزو سوداګریزو سیالیو تر ټولو مشهورې او ګرانبیه لوبې دي چې د نړۍ ګڼ لوبغاړي پکې لوبېږي

